زمری او موږک The Lion & The Mouse

یو موږک د زمري غار ته نږدې اوسېدو. یوه شپه وږی شو او د غار څخه راووت. هوا ډېره تیاره وه او زمری د غار په خوله کې ویده و.
موږک په سترګو هېڅ شی نه لیدل. هغه دغې خوا ته یې بوی کول پیل کړل، چې یو شی پیدا کړي او په خوړلو یې ځان موړ کړي. د زمري د سر د وېښتانو سره مخامخ شو، موږک فکر وکړ، چې دغه دی پیدا مې کړ، نو یې په خوړلو پیل وکړ.


په دې وخت کې زمری را ویښ شو او موږک یې په منګولو کې ونیو. موږک زمري ته وویل ما مه خوره، چې یوه ورځ به ستا په درد وخورم. زمري موږک خوشی کړ او په خندا یې ورته وویل ته به په دا وړه تنه زما سره څه مرسته وکړې.
یوه ورځ موږک ګوري، چې زمری د یوه ښکاري په تور کې بند دی او هر څومره زورونه چې وهي ځان نه شي خلاصولای. موږک د تور تارونه په خپلو غاښو پرې کړل او زمری یې د تور څخه خلاص کړ. زمري د موږک څخه غوښتنه وکړه او ورته ویې ویل: هرڅوک د یوه کار د پاره پیدا دی، هېڅوک باید کمزوری ونه بلل شي.

Scroll to Top