آلمان Germany

آلمان د اروپا په لویه وچه کې موقعیت لري او جرمني هم ورته ویل کېږي.
د آلمان مساحت (۳۵۷) کیلومتر مربع دی.
دغه هېواد (۸۲) میلیونه نفوس لري.
د آلمان رسمي ژبه جرمني ده.
د آلمان (۴۰) میلیونه وګړي کار کوي او خواریکښ خلک دي.


څوک چې د آلمان تابعیت لري، هغه ته آلماني ویل کېږي.
په آلمان کې۲۰ سلنه بهرنیان ژوند کوي چې (۵۰۰) زره یې افغانان دي.
آلمان پرمختللی هېواد دی او ولسواکي پکې حاکمه ده.
د آلمان حکومتي نظام د ټاکنو په وسیله ټاکل کېږي.
دغه هېواد ګڼ شمېر پوهنتونونه او علمي مرکزونه لري.
آلمان په عصري بڼه پرمختللي ښارونه لري.
په آلمان کې ټېکنالوژۍ، کرنې او صنعت ډېره وده کړې ده.

Nach oben scrollen