افغانستان Afghanistan

افغانستان د آسیا په زړه کې پروت هېواد دی.
په افغانستان کې ۳۵ میلیونه خلک ژوند کوي.
زیاتره افغانان په کلیوالو سیمو کې اوسېږي او
ګڼ شمېر افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
افغانستان ۳۴ ولایتونه او ۳۶۰ ولسوالۍ لري.
افغانستان څو مهم سیندونه لري،
لکه: کابل سیند، مرغاب سیند، کونړ سیند، کوکچه سیند، آمو سیند، هلمند سیند او نور.


د افغانستان مشهور ښارونه کابل، جلال آباد، کندهار، مزارشریف، غزني او هرات دي.
د افغانستان مشهور غرونه تور غر، هندوکش، سپین غر، بابا غر، ګوربت غر او نور دي.
تر ټولو لویه څوکه یې د بحر له سطحې څخه ۷۰۰۰ متره لوړه ده.
افغانستان ډېر کانونه لري لکه لاجورد، مس، یورانیم، ذغال، لیتیم، اوسپنه، یورانیم او داسې نور.
په افغانستان کې ډېر قومونه ژوند کوي لکه پښتون، تاجیک، ازبک، هزاره، ترکمن او نور.
د افغانستان خلک په بېلا بېلو ژبو خبرې کوي، چې رسمي ژبې یې دري او پښتو دي.
د افغانستان څلور خواوې په دې ډول دي:
د افغانستان شمال ته تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونه واقع دي.
د افغانستان لوېدیځ ته ایران موقعیت لري.
د افغانستان شمال ختیځ خوا ته چین پروت دی.
د افغانستان جنوب او جنوب ختیځ ته پاکستان واقع دی.
د افغانستان وچې مېوې لکه جلغوزي، کشمش، بادام، پسته او نورې دي.
د افغانستان تازه مېوې انار، مڼې، زردالو، آلو، انځیر انګور او نورې دي.
د افغانستان مېوې د نورو هېوادونو په پرتله طبیعي او خوندورې دي.

Nach oben scrollen