باچا خان Bacha Khan

عبدالغفار خان په ۱۸۸۹ ز کال په پېښور کې زېږېدلی دی.
عبدالغفار خان د باچا خان په نوم مشهور دی.
باچا خان د سرحد ګاندي او فخر افغان په نوم هم شهرت لري.
عبدالغفار خان یو سوله ییز پښتون مشر وو.


باچا خان د مهاتما ګاندي سره یو ځای د انګرېزانو په وړاندې مبارزه کړې ده.
نوموړي د پښتنو د بنسټیزو ستونزو د حل په موخه ډېره هڅه کړې ده.
هغه خپل ژوند له تاوتریخوالي سره په مبارزه کې تېر کړی دی.
غفارخان د ښوونځيو جوړولو او نجونو تعلیم ته پاملرنه کوله.
غفارخان د سیمې وګړي هڅول چې یووالي، ورورګلوۍ، خدایي خدمت او تعلیم ته مخه کړي.
باچا خان په ۱۹۲۷ ز کال د پښتون په نوم مجله تاسیس کړه، چې اوس هم چاپېږي.
باچا خان په افغانستان کې هم ژوند کړی دی. په ۱۹۸۸ ز کال کې وفات شو او قبر یې په جلال آباد کې دی.

Nach oben scrollen