بن سینا Ibn Sina (Avicenna)

د ابن سینا اصلي نوم ابو علي حسین او د پلار نوم یې عبدالله دی.
د نوموړي د مور نوم ستاره و.
ابن سینا د بخارا د افشانه په ښار کې زېږېدلی دی.
د ابن سینا پلار د لرغوني بلخ اوسېدونکی و.
دغه ستر حکیم د طبیبانو د امیر په نوم شهرت لري.


د افغانستان د سترو پوهانو او عالمانو څخه شمېرل کېږي.
د ابن سینا پلار له بلخ څخه بخارا ته هجرت کړی.
د نوموړي پلار د ژوند تر پایه په بخارا کې اوسېده.
ابن سینا څو مهم کتابونه تألیف کړي دي.
نوموړي په خپلو کتابونو کې د فلسفې، طب، تفسیر او تصوف موضوعات را اخیستي.
همدارنګه کیمیا، طبیعت، کلام، هندسه، نجوم، ژبپوهنه او موسیقي د ابن سینا د آثارو موضوعات دي.
په افغانستان کې ځینې تعلیمي او تحصیلي موسسې د ابن سینا په نوم نومول شوې دي.
ابن سینا ۳۷ عنوان کتابونه لیکلي دي.
د دې لوی عالم د ځینو کتابونو نومونه دا دي:
د طب قانون پنځه ټوکه، د زړه درمل، هدایت په طب کې، د چین د مسایلو تعلیق، تدبیر منزل او داسې نور.

Nach oben scrollen