ملالۍ میوندي یوه نامتو افغانه پېغله وه.
ملالۍ میوندي د اغا محمد خوګاڼي لور وه.
ملالۍ میوندي د کندهار اوسېدونکې وه.
نوموړې د ۱۸۸۰ ز کال د جولای په ۲۷مه نېټه د میوند په جګړه کې ګډون کړی دی.
د ملالۍ او افغان مېرمنو د زړورتیا له امله، انګرېز یرغلګرو سخته ماته وخوړه.
د میوند په جګړه کې د انګرېز یرغلګرو دولس زره کسیز پوځ وو.
د میوند په ډګر کې سخته ګرمي وه. د دواړو لښکرو تر منځ سخته جګړه روانه وه.
د افغان لښکر سرتېري وارخطاوو او نږدې وه چې ماته وخوري.
دغې زړورې پېغلې د خپلو نارو په وسیله د افغان غازیانو احساسات راوپارول او افغان لښکر یې د بري مقام ته ورساوه.
ملالۍ د میوند په جګړه کې په شهادت ورسېده.
د ملالې میوندي نارې په دې ډول وې:
خال به د یار په وینو کېږدم
چې شینکي باغ کې ګل ګلاب وشرموینه
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه