د افغانستان لوی ښارونه کابل، هرات، جلال آباد، کندهار او مزارشریف دي.
کابل د افغانستان پلازمېنه او یو لوی ښار دی.
د کابل په ښار کې ارګ، وزارتونه، ستره محکمه، ملي شورا، لویه څارنوالي او دولتي دفترونه دي.
په کابل ښار کې بالا حصار، بابر بڼ، چهل ستون، تاجبېک او دارالامان ماڼۍ شتون لري.
هوایي ډګر، پوهنتونونه، ژوبڼ او د هستوګنې ښارګوټي په کابل ښار کې شته.
د کابل هوا په اوړي کې معتدله او په ژمي کې سړه وي.
کابل د افغانستان په سړو سیمو کې راځي او د کابل ژمی واورین دی.
د کابل ښاریانو شمېر شاوخوا څلور میلیونو تنو رسیږي.
له کابل ښار څخه لوی لوی غرونه تاو دي.
د کابل ښار په ځینو غرونو خاورین دېوالونه وهل شوي دي.