ګل پاچا الفت د میر سید پاچا زوی دى.
ګل پاچا الفت په ۱۹۰۹ ز کال کې د لغمان په ولایت کې زېږېدلی دی.
الفت د پښتو ژبې لوى شاعر او لیکوال و.
نوموړي د انیس په ملي ورځپاڼه کې د لیکوال په حیث کار کولو.
ګل پاچا الفت د کابل پوهنتون د پښتو ژبې استاد هم و.
الفت ځانګړي استعداد درلود.
الفت ګڼ شمېر کتابونه لیکلي دی.
د نوموړي ځینې تالیفات مطبوعاتي جایزې هم ګټلي دي.
لوړ خیالونه او ژور فکرونه، ادبي بحثونه، د الفت خبرې، غوره اشعار، د زړه وینا، لغوي څېړنه او منطق د ګل پاچا الفت له مشهورو کتابونو څخه دي.
ګل پاچا الفت په ۱۹۸۷ ز کال وفات شو.