څه ښکلي حرفونه دي

 خواږه یې اوازونه دي

څه روان درسونه دي

 ښکلي یې رسمونه دي

خوښ مو ټول مخونه شول

 د هر مخ مضمونونه شول

روانې کلیمې لولو

 په مینه یې جملې لولو

ګوتې مو لګیا شولې

 د لیک سره آشنا شولې

خلاصه الفبا شوله
ژبه مو ګویا شوله

عثمان نژند

Nach oben scrollen