نوم زما کتاب دی

 تاته مې خطاب دی

زه ستا ښه آشنا یمه

 تا ته کیسې وایمه

څومره ښې کیسې لرم

 تر شاتو یې خوږې لرم

مشق دې د لیکلو یم

 هم دې د لوستلو یم

پام مې په ساتلو کړه

 په پاڼو اړولو کړه

پاک مې له ګردونو کړه

 پام مې په رسمونو کړه

ښکلی مې هر باب دی
نوم زما کتاب دی

عثمان نژند

Nach oben scrollen