مینه: سلام علیکم! لېمه: وعلیکم و سلام!
مینه: سهار مو نېکمرغه! لېمه: ستاسو سهار نېکمرغه!
مینه: شپه مو په خیر! لېمه: مننه، ستاسو شپه په خیر!
مینه: هرکله راشی. لېمه: هر کله اوسی.
مینه: د کورنۍ غړي مو ښه دي؟ لېمه: ښه دي! شکر دی.
مینه: ته څنګه یې؟ لېمه: زه هم ښه یم!
مینه: کارو بار مو څنګه دی؟ لېمه: ښه دی، هر څه سم روان دي.
مینه: د کوم ځای یې؟ لېمه: د افغانستان یم.
مینه: څه کار کوې؟ لېمه: زه نرسه یم.
مینه: ته څو کلنه یې؟ لېمه: زه یو دېرش کلنه یم.
مینه: د زدهکړو په هکله مو راته ووایاست؟ لېمه: پوهنتون مې لوستی دی.
مینه: ته څو بچیان لرې؟ لېمه: زه درې بچیان لرم.
مینه: ته په رخصتیو کې چېرې ځئ؟ لېمه: زه په رخصتي کې کلي ته ځم.