لېمه: سلام، په خیر ورسېدې؟

سلیم: هو، مننه، په خیر ورسېدم.

لېمه:  تاسو څنګه یاست؟   

سلیم: زه ښه یم، هیله ده چې ته هم ښه وې.

لېمه: زما سلامونه دوستانو ته ووایی.

سلیم: هرو مرو یې ورته وایم.

لېمه: څنګه، د غزني ښار مو خوښ شو؟

سلیم: هو غزني ډېر لرغونی ښار دی.

لېمه: د غزني تازه مېوې څه شی دي؟

سلیم: زردالو، مڼې او انګور.

لېمه: څومره ښه    

سلیم: په غزني کې علمي مرکزونه شته؟

لېمه: هو، غزني یو شمېر مرکزونه هم لري.  

سلیم: ستاسو له معلوماتو مننه. 

لېمه: له تاسو هم مننه.

Nach oben scrollen