سلیم: سلام  آغلې، زه ستاسو په بلنه راغلم.       

هوسۍ: په خیر راغلی، ستاسو په لیدو خوشحاله شوم.

سلیم: زه هم ستاسو په لیدو خوشحاله شوم.        

هوسۍ: مهرباني وکړئ، کښېنئ.

سلیم: سمه ده، په دې خالي چوکۍ به کښېنم.      

هوسۍ: یخې اوبه چښی که چای؟

سلیم: که ممکن وي یوه پیاله قهوه.

هوسۍ: ډېر ښه دا ده قهوه.

سلیم: لږ بوره هم ور واچوه؟‍

هوسۍ: سمه ده، بوره به ور واچوم.

سلیم: سمه ده، قهوه خوندوره ده.

هوسۍ: نوش جان مو شه.

سلیم: د ژوند چارې مو څنګه دي؟

هوسۍ: هر څه ښه دي، مننه.

سلیم: شکر دی چې هر څه سم دي.

Nach oben scrollen