له ښوونځي نه بهر  Out of  School

جمال: سلام کماله! زه دې په یاد یم، زه ستا ټولګیوال یم.
کمال: سلامونه جماله! سترګې مې روښانه، هو ته مې ښه په یاد یې.
جمال: پوره اته کاله کېږي چې ته له دې ښوونځي څخه تللی یې.

کمال: هو، زیات وخت وشو. ته چېرې یې او څه کوې؟
جمال: زه له ښوونځي څخه وروسته پوهنتون ته لاړم او په سوداګریزو چارو کې خپل تحصیل ته دوام ورکوم.
کمال: ته په کومه ژبه خبرې کوې او درسونه مو په کومه ژبه دي؟
جمال: زه په انګلیسي خبرې کوم او زموږ درسونه هم په انګلیسي دي. زه په فرانسوي او آلماني ژبو هم خبرې کولای شم.
جمال: ته چېرته یې او څه کار کوې کماله؟
کمال: زه په آکسفورډ پوهنتون کې تحصیل کوم.
جمال: زه کله ناکله د برېټانیا بېلابېلو برخو ته د ژباړې په موخه سفر کوم او راتلونکې اونۍ لندن ته ځم.
کمال: آیا تاسو وخت لری چې ماته زنګ وکړئ، څو په لندن کې سره ووینو؟
جمال: هو، هرو مرو زنګ درته وهم او ستاسو لیدنه زما په پلان کې ده.
کمال: ما ته بیا لږ مخکې زنګ ووهه چې ستاسو ښه استقبال وکړم.
جمال: هو، موږ به د خپل ښوونځي خاطرات هم له یو بل سره شریک کړو

.

Nach oben scrollen