کورنۍ Family

مور، پلار، انا، نیکه، زوی او لور د کورنۍ غړي دي.
په کورنۍ کې خپلوان هستوګنه لري.
ښځه او خاوند د واده په پایله کې کورنۍجوړوي.
ماما، کاکا، ماما ناوې، کاکا ناوې او داسې نور له خپلوانو څخه دي.
د یوې کورنۍ اوسېدونکي له یو بل سره په دوستۍ کې ژوند کوي.


د کورنۍ مشران هڅه کوي چې د کورنۍ چاپېریال سوله‌ییزه وساتي.
نارینه زیاتره له کور څخه بهر کارونه کوي.
زموږ په ټولنه کې د کورنۍ ښځینه غړي د ماشومانو پالنه په غاړه لري.
د کورنۍ غړي له یو بل سره د زده کړې په چارو کې همکاري کوي.
کورنۍ د انسانانو د هستوګنې، آرامۍ او خوشحالۍ ځای دی.
د کورنۍ غړي له یو بل سره د کور په چارو کې همکاري کوي.

Nach oben scrollen