School ښوونځی

ښوونځی د زده کړې ځای دی.
په ښوونځي کې ښوونکي او زده‌کوونکي وي.
کتاب، قلم او قرطاسیه په ښوونځي کې په کار راځي.
ټولګی، باغ، چمن، د لوبو ډګر، ونې او اداره د ښوونځي دننه وي.
ښوونکي په ښوونځي کې توره تخته، سپینه تخته، تباشیر او مارکر کاروي.
د ښوونځي په ودانۍ کې ټول تعلیمي معیارونه په پام کې نیول کېږي.

ښوونځی له لومړي ټولګي څخه پيل کېږي.
په ځینو هېوادونو کې د لومړي ټولګي څخه د مخه وړکتون وي.
په افغانستان کې ښوونځی درې دورې لري:
ابتدایه دوره له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې وي.
متوسطه دوره له اووم ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې وي.
لیسه دوره له لسم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې وي.

Nach oben scrollen