د امبولانس غوښتنه  Calling for an Ambulance

رشید: هلته ګوره! هغه سړی په ځمکه ولوېد.
وحید: او خدایه! موږ باید وګورو چې هغه جوړ دی که نه؟
رشید: اې سړیه! ته جوړ یې؟
وحید: هغه ځواب نه ورکوي. موږ باید امبولانس ته زنګ ووهو. اجازه راکړه چې (۹۱۱) شمېره ډایله کړم.
رشید: سمه ده ژر زنګ ووهه.


وحید: دا (۹۱۱) د امبولانس شمېره ده؟
د امبولانس دفتر: هو څه خدمت وکړو؟
وحید: دلته یو سړی بې هوښه شوی دی.
د امبولانس دفتر: تاسو خپله پته راته ووایاست.
وحید: دارالامان پنځم سړک، د عمومي واټ ښي لور ته.
د امبولانس دفتر: موږ په پنځو دقیقو کې در رسېږو او تاسو به پیدا کړو.
وحید: مننه، ژر شئ چې عاجل دی.
د امبولانس دفتر: سمه ده، ډېر ژر در رسېږو.

Nach oben scrollen