روغتون Hospital

روغتون د ناروغانو د درملنې ځای دی.
په روغتون کې بېلابېلې څانګې وي.
نسایي ولادي، غاښونه، جلدي، لابراتوار او داسې نور.
کله چې ناروغ روغتون ته یوړل شي، لومړی یې د پذیرش څانګه نوم لیکنه کوي.
په دویم قدم کې اړوندې څانګې ته معرفي کېږي.


ډاکتر چې کله ناروغ وګوري، نو لازم معاینات ورته لیکي.
له معایناتو څخه وروسته ډاکتر یو ځل بیا ناروغ ګوري او نسخه ورته لیکي.
د ناروغ پایواز د نسخې مطابق له درملتون څخه درمل اخلي.
که چېرې ناروغ عملیات یا بستر ته اړتیا ولري، نو ډاکتر یې اړوندې څانګې ته معرفي کوي.
په افغانستان کې د دولتي روغتونونو تر څنګ شخصي روغتونونه هم شته.

Nach oben scrollen