ډاکتر Doctor

ډاکتر داسې شخص دی، چې د ناروغانو درملنه کوي.
په ټولنه کې ښځینه او نارینه ډاکتران شته.
د ډاکترانو تر څنګ قابلې او نرسان هم کار کوي.
که ډاکتر په ټولنه کې نه وي. خلک د ستونزو سره مخ کېږي.
ډاکتر مهربانه او زړه سواندی شخص وي او له ناروغانو سره ښه چلند کوي.


یو شخص چې کله ډاکتر کېږي، کابو شل کاله درس وایي. ډاکتر په خپله رشته کې تخصص اخلي.
بعضې ډاکتران د لوړو زده کړو او تخصص لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي.
کله چې ډاکتر تخصص بشپړ کړي نو په خپله څانګه کې روغتون ته معرفي کېږي.
زموږ په ټولنه کې زیاتره ډاکتران شخصي معاینه خانې هم لري.
ځینو شخصي معاینه خانو ته څېرمه درملتون هم جوړ شوی وي.
ډاکتر د تحصیل په وخت کې نظري او عملي زده کړې کوي.
همدارنګه ډاکتر د تحصیل پر وخت روغتون ته ځي او ناروغان ګوري.
روغتون په هره څانګه کې بېل بېل ډاکتران لري.
ډاکتر د انسانانو ژوند ژغوري او د ناروغیو تشخیص کوي.

Nach oben scrollen