ډاکتر او ناروغ Doctor & Patient

لومړۍ مکالمه
ډاکتر: سلام، زه ستاسو لپاره څه کولای شم؟
ناروغ: سهار په خیر ډاکتر صاحب، زه ښه احساس نه لرم.
ډاکتر: راشه دلته کښېنه.
ډاکتر: خوله دې خلاصه کړه.
ډاکتر: له څومره مودې راهیسې ښه نه یې؟
ناروغ: له پرون راهیسې.


ډاکتر: کومه ستونزه نشته، آیا تاسو پرون ورزش کړی دی؟
ناروغ: زیات ورزش مې نه دی کړی او خواړه مې زړه ته نه کېږي.
ډاکتر: سمه ده، نور څه؟
ناروغ: زه د کانګو کولو احساس لرم.
ډاکتر: آیا اوبه مو څښلې؟
ناروغ: نه ډاکتر صاحب! اوبه خو مې نه دي څښلي.
ډاکتر: کومه دوا مو خوړلې ده؟
ناروغ: ما یو کروسین اخیستی دی.
ډاکتر: چا درته وویل چې دا دوا واخله؟
ناروغ: هېڅ ډاکتر نه دي ویلي. ما په خپله اخیستی دی.
ډاکتر: ولې دې اخیستی دی؟
ناروغ: ځکه چې سردرد وم.
ډاکتر: د اندېښنې وړ خبره نه ده. تاسو استراحت ته اړتیا لری.
ناروغ: نه ډاکتر صاحب! دا کافي ده، چې تاسو د اوس لپاره ماته دوا راکړئ.

Nach oben scrollen