دویمه مکالمه Second Dialogue

ناروغ: سهار مو په خیر ډاکتر صاحب!
ډاکتر: سهار مو پخیر! ستاسو غږ بل ډول ښکاري. څه شوي دي؟
ناروغ: زما د حرارت درجه لوړه ده او زه د ستوني درد لرم.
ډاکتر: اجازه راکړئ تاسې معاینه کړم.
ډاکتر: تاسو معتدله تبه لرئ، خو بیا هم زه باید یو ځل ستاسو د حرارت درجه وګورم.
ناروغ: دا ترمامتر له هغه بل سره توپېر لري، چې تاسو یې کاروی، ولې؟
ډاکتر: هو دا طبي توکي نوې معرفي شوي.
ناروغ: دا په ریښتیا هم ښه ده.


ډاکتر: هو دا دی.
ډاکتر: د تودوخې درجه دې ډېره نه ده، شاوخوا ۳۵ درجې ده، زه به ستاسو د وینې فشار وګورم.
ډاکتر: ستاسو د وینې فشار سم دی.
ډاکتر: ستا په ستوني کې دا یو ځای خراب ښکاري.
ناروغ: هو دا ډېر خراب شوی دی.
ډاکتر: خولې درباندې راځي او ټوخی کوې؟
ناروغ: خولې نه کوم خو کله چې د پکې لاندې کښېنم، نو د ساړه احساس کوم.
ډاکتر: سمه ده، تاسو د ملاریا ناروغۍ نښې لرئ. زه وړاندیز کوم چې د وینې معاینه وکړئ. د اندېښنې لپاره هېڅ کومه خبره نشته او په ډېرو مواردو کې د وینې آزموینه منفي وي. دا کار یوازې د احتیاط په موخه کېږي، ځکه چې په تېره میاشت کې دلته د ملاریا ناروغۍ په پېښو کې زیات والی راغلی وو.
ډاکتر: زه درې قلمه درمل او شربت درته لیکم. د هر درمل لارښود درته وایي چې تاسو په ورځ کې باید درې ځله واخلی. یو ځل سهار، یو ځل غرمه او یو ځل ماښام له ډوډۍ څخه وروسته.
ډاکتر: نورې پوښتنې لری؟
ناروغ: نه ډاکتر صاحب! له تاسو څخه مننه کوم.

Nach oben scrollen