بازارBazar

بازار د توکو د پېر او پلور ځای دی.
په بازار کې دوکانونه او مارکېټونه شته.
په ځینو بازارونو کې د هر شي ساحه بېله وي. لکه د غلې منډوي، مېوې، رختونو، د قالینو مارکېټونه او د موټرو پارکینګونه په بازار کې وي.
همدارنګه په بازار کې د کمپیوټرو پلورنځی، د کتابونو مارکېټ، هوټلونه او درملتونونه هم وي.
له بازار څخه بهرنیو مارکېټونو ته صادرات کېږي.
بازارونو ته له بهر څخه توکي واردېږي.
په بازار کې د بېلابېلو تجارتي اصنافو اتحادیې وي.
بازار د وګړو د راکړې او ورکړې ځای دی.

Nach oben scrollen