په پوهنځي کې At Faculty

مینه: بښنه غواړم، آیا تاسې پوهېږئ چې د ساینس پوهنځي ودانۍ چېرې ده؟
هیلۍ: آیا ته پوهنتون ته نوې راغلې یې او نوې محصله یې؟
مینه: هو زه تازه له افغانستان څخه راغلې یم. زه غواړم چې د ساینس پوهنځي ټولګي ته لاړه شم خو بلده نه یم.
هیلۍ: زه په دقیقه توګه نه پوهېږم، چې د ساینس پوهنځي ودانۍ چېرې ده. خو زه له تاسې سره د هغه په پیداکولو کې مرسته کوم.

مینه: مننه، خیر یوسې! زما نوم مینه دی. ستاسې نوم څه شی دی؟
هیلۍ: زه هیلۍ یم. خوشحاله شوم چې له تاسې سره مې لیدنه وشوه. زما موټر هلته دی. تاسې لږ په تمه شئ، په موټر کې به لاړې شو او د ساینس پوهنځی به پیدا کړو.
مینه: ډېره زیاته مننه چې زما سره د ځای په پیدا کولو کې مرسته کوې. دا پوهنتون ډېره لویه محوطه لري. د وړوکي ښار غوندې دی.
هیلۍ: وګوره، موږ ورسېدو. مخامخ په لوحه د ساینس پوهنځي نوم لیکل شوی دی. تاسې هلته ورشئ.
مینه: مننه کوم هیلۍ جانې! له ما سره مو لویه مرسته وکړه.
هیلۍ: دا زما کارت دی. په دې کې زما نوم، پته او د ټیلیفون شمېره شته. د اړتیا پر مهال ماته زنګ وهلی شې چې مرسته درسره وکړم.
مینه: زه بیا هم ډېره مننه کوم. تاسې ډېره مهربانه یاست.
هیلۍ: تاسې ته په دې ښکلي پوهنتون کې هرکلی وایم، ستاسې د بریاوو په هیله.
مینه: په مخه مو ښه شه.

Nach oben scrollen