لار Way

لار هغه مسیر دی چې سفر پرې کېږي.
هره سیمه ډول ډول لارې لري.
په لاره کې انسان، ژوی، موټر، اورګاډی، کښتۍ او الوتکه سفر کوي.
انسانان، رمې او موټرونه بېلې لارې لري.


هغه لار چې انسانان، ژوي، رمه، پاده، او داسې نور پرې تګ کوي، پلې لارې بلل کېږي.
هغه لارې چې موټرونه، بسونه، لارۍ او داسې نور وسایط پرې تګ کوي، سړک، شاهراه او موټروې بلل کېږي.
هغه لارې چې اورګاډي پرې تګ او راتګ کوي، د اورګاډي‌کرښه یا اورګاډي‌پټلۍ نومېږي.
هغه لارې چې کښتۍ پرې تګ کوي او په بحرونو کې قرار لري، بحري لارې ورته ویل کېږي.
هغه لارې چې الوتکې پرې سفرونه کوي، فضایي لارې ګڼل کېږي.

Nach oben scrollen