موټر Car

موټر د انتقال وسیله ده چې د ماشین په وسیله حرکت کوي.
موټر د موټروان له خوا اداره کېږي.
د موټروان مرستیال ته په افغانستان کې کلینر وایي.
موټر له یو شمېر برخو څخه جوړ شوی دی.


د موټر برخې ماشین، باډۍ، ټایرونه، بانټ او داسې نور دي.
په افغانستان کې د کوچنیو موټرو نومونه په دې ډول دي:
بنز، والګا، کرولا، رېکشا، جیپ، لکسز، فجیرو، ټوډي، سراچه، لنډکروزر او داسې نور.
لویو موټرونو ته بس، مینو بوس، سروېس، کاسټر، فلاینګ کوچ، تونس او نور ویل کېږي.
لارۍ، ټېلر، کاماز، مازدا او داسې نور بار وړونکي موټرونه دي.

Nach oben scrollen