ټکسي وان: آغلې! تاسو چېرته ځئ؟
مسافره: زه غواړم چې د بس تمځی ته لاړه شم، مهرباني وکړئ، ما هلته ورسوئ.
ټکسي وان: هو ولې نه! مهرباني وکړئ، په موټر کې کښېنئ.
مسافره: آیا خپل بکس په ډاله کې کېږدم؟
ټکسي وان: هو تاسو کولای شئ، هلته یې کښېږدی.
مسافره: مننه.
ټکسي وان: زه باید تاسو ته دا خبره وکړم، چې د بس تمځی ته د عادي رسېدو کرایه (۷۰) روپۍ ده، خو د شپې له خوا (۱۰) روپۍ زیاتې اخلو او ستاسو کرایه به (۸۰) روپۍ شي.
مسافره: سمه ده! مهربانۍ وکړئ، حرکت وکړئ.
ټکسي وان: آغلې! ستاسو بېړه ده؟
مسافره: هو! که شونې وي، چې لږ ژر ورسېږو، چې بس راڅخه لاړ نه شي.
ټکسي وان: سمه ده! زه به د امرجنسي په سړک لاړ شم. پر هغه باندې ترافیک کم دی.
مسافره: هو په هغه طرف لاړ شئ، مننه.
ټکسي وان: آغلې! زه پوښتنه کولای شم، چې تاسو چېرې ځئ؟
مسافره: هو ولې نه! زه خپل پلرني ټاټوبي وردګ ته ځم.
ټکسي وان: ډېر ښه! زه هم د وردګو یم او ستاسو لهجه وردګي ده.
مسافره: مننه! د بس تمځی ته څومره لار پاتې ده؟
ټکسي وان: موږ ډېر نږدې او رسېدونکي یو.
مسافره: د خدای شکر دی، چې موږ په خپل وخت را ورسېدو او بس تر اوسه نه دی تللی.
ټکسي وان: ښه سفر ولرئ.
مسافره: دا ده! کرایه دې واخله.
ټکسي وان: زه سل ګون نوټ میده کولای نه شم، مهرباني وکړئ ما ته میده روپۍ راکړئ.
مسافره: دا سل ګون نوټ واخله او پاتې پیسې ستا.
ټکسي وان: مننه! خپل بکس په موټر کې در څخه پاتې نه شي.
مسافره: سمه ده، مننه!