ټکسي ګړندی موټر دی، چې د ښار په واټونو کې ګرځي.
د ټکسي دنده له یو ځای څخه بل ځای ته د خلکو انتقال دی.
د افغانستان ټکسي زېړ او سپین رنګونه لري.
ټکسي له مسافر څخه په معینه اندازه کرایه اخلي.
خلک د بېړې په حال کې له ټکسي څخه کار اخلي.
په ټکسي کې داسې کسان ځي چې پيسې ولري.
د ټکسي کرایه د نورو موټرونو په پرتله ډېره وي.
کله کله ټکسي موټرونه له ښار څخه بهر هم سفر کوي.
په ټکسي کې یوازې موټروان وي او کلینر ته اړتیا نه لري.