پلار ته لیک A letter from Son to Father

نېټه: ……………….
درنه پلار جانه!
د زړه له کومې سلامونه او احترامات مې ومنئ.
زه له همدې ځایه ستاسو لاسونه ښکلوم.
ستاسو، د خپلې درنې مور جانې، ګرانې خور (حوا جانې) او خواږه کوچني ورور (الیاس جان) روغتیا او خوښي غواړم.
زه شکر جوړ او روغ یم.
هیله ده چې تاسو هم روغ وئ.
زه په خپلو آزموینو کې بوخت وم، له همدې امله زما لیک وځنډېده.
آزموینې مې ښې تېرې شوې.
هیله ده چې ښې نومرې ترلاسه کړم.
زما له خوا ډاډه اوسئ.

په درناوی
ستاسو زوی، الهام

Nach oben scrollen