پخوانیو پېښو او جریاناتو ته نکل ویل کېږي.
نکل په هنري ژبه د تېرو خلکو حالات بیانوي.
ښه عنوان، منځپانګه، کرکټرونه او تلوسه د نکل مهمې برخې دي.
په ټولنه کې نکلونه د نکلچیانو له خوا بیانېږي.
ماشومان نکلونه ډېر خوښوي.
له نکلونو څخه اورېدونکي خوند اخلي.
مشران هڅه کوي چې ماشومان د نکل په وسیله آرامه کړي.
داستان، کیسه، حکایت او رومان د نکل ډولونه دي.
نکلچي هڅه کوي، چې خپل نکل تر پایه ولولي.
د نکل ژبه خوږه او له تلوسې څخه ډکه وي.
نکل د ماشومانو ډېر خوښېږي.