د پلار لیک زوی ته A letter from Father to Son

نېټه: ……………….
زما ګرانه زویه!
خوشحاله اوسې او سلامونه مې ومنه!
د غویي میاشتې د شپاړسمې نېټې لیک دې را ورسېد.
ستا په بریاوو خوښ شوم.
مبارکي درکوم او ستا د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله من یم.
زه بیا هم سپارښتنه کوم چې ته په خپلو درسونو کې کوښښ وکړې.
یو څه وخت لوبو ته هم ځانګړی کړه.
هیله ‌من یم چې ستا له خوا بیا هم د بري زېری واورم.
په لوی خدای دې سپارم.

په درناوی
ستا پلار، سدو

Nach oben scrollen