زه یوه لویه ښکلې پاچاهي یم
زه پرمختګ او سرلوړي یم
زه تاسو سره مرکې کوم
زه ستاسو هینداره یم
زه ونه یم پاڼې ښکلې لرم
خو ناپوهي بې پاڼو وچه ونه ده
زه هغه موخه یم چې په نښه کېږم
زه هغه کوچنی کور یم چې لویېږم
زه هغه لیکنه یم، چې نه خلاصیږم
زه تلپاتې خوشبویي یم
زه تلپاتې ځواني یم
زه تاسو ته لوی نعمت یم
له تیارو سره جګړې کووم
زه د سولې کوتره یم
شمله لېوال
I am a big beautiful kingdom
I am progressive and superior
I am interviewing you
I am your mirror
I am a tree, I have beautiful leaves
But ignorance is a dry tree without leaves
I am the target
I am the small house getting larger
I am the writing that has not ended up
I am eternally fragrant
I am forever young
I am a great blessing to you
I fight the darkness
I am a dove of peace
Shimla Liwal