افغاني‌ جامې Afghan Dress

افغاني جامې چې له کلونو را پدېخوا یې کلتوري بڼه یې خپله کړې ده.
افغاني ښځینه جامې د هېواد په ګوټ ګوټ کې پخوانی دود دی.
لسګونه خلک د افغاني جامو په کاروبار بوخت دي.
دغه افغاني جامې په هېواد کې دننه او له هېواد څخه بهر خورا زیات مینه‌وال لري.


دغه جامې په آنلاين بڼه په بهر کې مېشت زیات شمېر افغانان اخلي.
ټول هغه کسان چې په کاناډا، امریکا او لندن کې اوسېږي، دا جامې په انلاین بڼه اخلي.
پاکستانیان او هنديان هم دغه جامې اخلي او خوښوي يې.
افغاني ښځينه کالي تر ډېره په لاس جوړېږي.
د دې کار ارزښت دا دی چې دا زموږ د خپل وطن توليد دی او په خپل لاس يې ښځې جوړوي.
دغه جامې چې زیات کار يې په لاس ترسره کېږي، دا مهال يې بيه په بازار کې له ۴ زره څخه نیولې تر ۳۰ زره افغانۍ پورې ده.

Nach oben scrollen