دوهمه مکالمه Second Conversation

پرښته: سلام ښاپېرۍ!
ښاپېرۍ: علیکم سلام پرښتې!
پرښته: آیا دا واوره ډېره ښه نه ده؟ زه د سهار راهیسې لوبې پرې کوم او په ښایست یې نه مړېږم.
ښاپېرۍ: هو، نوې واوره ډېره ښه ده، ټوله ځمکه او هر څه تک سپین ښکاري.
پرښته: واوره په لومړي سر کې ښه وي خو کله چې ویلي شي نو بیا خرابېږي او خټې جوړوي.
ښاپېرۍ: ښایي، خو دا لومړی ځل دی چې ما واوره لیدلې ده، ډېره ښه ده.
پرښته: آیا تاسو کله په کلفورینیا کې هم واوره لیدلې ده؟
ښاپېرۍ: نه موږ هېڅکله واوره نه لرو، کلفورینیا ډېره توده ده.
پرښته: نو دا باید ستاسو لپاره یوه ساتېري وي؟
ښاپېرۍ: هو! زه ورته په ډېر شوق ګورم. زه تېره شپه ناوخته د واورین توپان غږ مې واورېد پاڅېدم، و مې لیدل چې باد واوره یوې او بلې خواته وړه.
پرښته: نن آسمان شین دی، لمر هم دی او د نوې سپينې واورې ځلا د لیدلو یو ښه انځور جوړ کړی دی.
ښاپېرۍ: دا واوره به د څومره وخت لپاره پاتې شي او څه وخت ویلې کېږي؟
پرښته: که هوا صافه او تودوخه د صفر له درجې سانټي ګرېډ څخه ښکته او سړه پاتې شي، نو دلته د یوې اونۍ او یا څو ورځو لپاره واوره پاتې کېږي.
ښاپېرۍ: ډېر عالي! زه غواړم چې د امکان تر حده پورې په واوره لوبې وکړم، آیا ته غواړې چې له ما سره بهر لاړه شې؟
پرښته: هو دا به ډېر ښه شي، زه هم درسره ځم.

Nach oben scrollen