لومړۍ مکالمه The first conversation
سمیر: ښاغلی امیر! تاسو په څه بوخت یاست؟
امیر: زه د منځنۍ رخصتۍ تېرولو لپاره مې، ټایلند ته د سفر په پلان بوخت یم.
سمیر: دا خو ډېر ښه خبره ده.
امیر: خو دومره ښه هم نه ده، ځکه زه باید د سفر لپاره ډېر کار وکړم او خپل کور ته ستون شم.
سمیر: رېښتیا! ولې؟ څومره وخت نیسي، چې کور ته ورسېږې؟
امیر: دا سفر له ۲۴ ساعتونو څخه زیات وخت نیسي، ځکه چې زه باید د مختلفو ترانسپورتي ډولونو څخه استفاده وکړم.
سمیر: ډېر ښه، آیا ستا د کورنۍ غړي به ستاسو سره د ټایلند په هوایي ډګر کې لیدنه وکړي؟
امیر: نه ځکه چې زه مجبور یم، له هوایي ډګر څخه تر خپل کور پورې په بس کې لاړ شم او بس ډېر ناراحته دی.
سمیر: ولا! دا خو ښه نه ده، چې داسې ده.
امیر: د بس کارولو لګښت کم دی، خو زما سامان ډېر دی.
سمیر: سمه ده. کله کله تاسو کولای شئ، چې د ډېرو سامانونو د انتقال لپاره اضافي پيسې ورکړئ.
امیر: رښتیا؟ ډېر ښه، آیا تاسو ته معلومه ده، چې د بس تمځی چېرې دی؟
سمیر: هو، تاسو کولای شئ، هلته لاړ شئ. دا به یوازې ستاسو ۵ دقیقې وخت ونیسي.
امیر: آیا زه کولای شم چې د سفر د مخه ټکټ واخلم؟
سمیر: هو تاسو کولای شئ، چې خپل ټکټ په آنلاین بڼه واخلئ، آنلاین ټکټ تل ارزانه وي.
امیر: زه غواړم چې لندن ته مستقیم پرواز وکړم، آیا په لندن کې هم هوایي ډګر ته مستقیم بسونه شته دي؟
سمیر: هو، شته او شاوخوا ۲ ساعته وخت نیسي.
امیر: بلکل همداسې ده، ما د ټکسي په اړه فکر کاوه، خو د ټکسي لګښت ډېر دی.
سمیر: ښه نو، ستا پرواز څه وخت دی؟
امیر: د سه شنبه په سهار، زه باید لاړ شم، ځکه چې زه باید درې ساعته د مخه معاینه وکړم.
سمیر: آیا ته غواړې چې زما له خوا د خپلې کورنۍ لپاره یو څه خوندور کیک واخلې؟
امیر: مننه، خو فکر نه کوم چې دا کار وکولای شم، د ګمرک مامورین ډېر سخت دي.
سمیر: پوهېږم، بې خطره سفر ولرې. د بیا لیدو په هیله.