هلک او بروکولی Boy & Broccoli

و نه و، یو ماشوم و، چې د بروکولي خوړل یې نه خوښېدل.
یو ورځ مور یې ورته وویل، چې له بازار څخه بروکولي واخله او راوړه.
ماشوم بازار ته لاړ او یو بروکولي یې له ترکاري پلورنځي څخه واخیست.
دا بروکولي ډېر ځانګړی بروکولي و، د دې بروکولي له ماشومانو سره جوړه نه و او هغوی یې نه خوښېدل.
د بروکولي او ماشوم ترمنځ په لاره کې ډېرې شخړې وشوې.
همدا و چې د ماشوم پښه په تېږه کې بنده شوه او دواړه په سیند کې ولویدل.


ماشوم او بروکولي هڅه وکړه، چې په اوبو کې ډوب نه شي.
ماشوم او بروکولي ځانونه وژغوړل او ځانونه یې د یوه لرګي سر ته ورسول.
دوی دواړه د لوی لرګي پر سر تر ډېر ناوخته پاتې شول.
ماشوم او بروکولي ډېر ستومانه شول، له همدې امله یې په خبرو پیل وکړ، له یو بل سره یې لوبې وکړې او ورو ورو له یو بل سره ملګري شول.
دواړو له یو بل سره سوچ وکړ چې څنګه د دې سیند له منځه ځانونه وژغوري.
بروکولي ماشوم ته وویل چې ته ما په اوبو کې ووهه او لرګی د کور خواته په حرکت کې کړه.
ماشوم همدا کار وکړو او دواړه کور ته ورسېدل.
پایله دا چې ماشوم په دې وپوهېده؛ چې بروکولي څومره ګټه لري، د بروکولي بوی خورا عجیب دی خو خوند یې ډېر دی.
ماشوم پرېکړه وکړه چې وروسته له دې له بروکولي سره په ډېر درناوي چلند کوي او ورسره ډېره مینه کوي.

Nach oben scrollen