لومړۍ مکالمه First Conversation
ښاپېرۍ: سلام پرښتې! څنګه یاست.
پرښته: علیکم سلام، مننه.
ښاپېرۍ: آیا تاسې غواړئ، د غرمۍ ډوډۍ خوړلو لپاره بهر ته ولاړې شو؟
پرښته: هو، زما زړه کېږي او دا به ښه فرصت وي، چې لاړې شو.
ښاپېرۍ: زه وایم، چې د لوی سړک د کونج نوي رستورانت ته لاړې شو.
پرښته: آیا تاسو ډاډه یاست، هغه خو ډېر کوچنی رستورانت دی او موږ به دې ته اړ شو چې بهر کښېنو.
ښاپېرۍ: هو، زه له همدې امله غواړم هلته لاړې شو، اوس منی دی، خو ممکن تر پسرلي پورې هوا د بهر کښېناستلو لپاره مناسبه نه وي.
ښاپېرۍ: داسې ښکاري چې ژر به باران وشي او نن سهار هم باران شوی دی.
پرښته: نه، زه فکر نه کوم باران وشي، ځکه آسمان شین دی او لمر لیدل کېږي. لمر به هوا ګرمه کړي.
ښاپېرۍ: خو زه فکر کوم، چې یو څه تېز باد لګېږي او داسې ښکاري چې هوا به سړه شي.
پرښته: موږ کولای شو، کوټونه واغوندو، هسې خو باد له څو اونیو راهیسې لګېږي. په هر صورت زه غواړم، چې یو څه لمر ته کښېنم.
ښاپېرۍ: سمه ده خو که چېرې واوره پيل شي، نو موږ باید د رستورانت د ننه لاړې شو.