پسرلی Spring

یو کال څلور موسمونه لري، چې نومونه یې په دې ډول دي: پسرلی، اوړی یا دوبی، منی او ژمی.
یو کال ۱۲ میاشتې لري او هر موسم درې میاشتې لري.
پسرلی د کال لومړی موسم دی، چې د میاشتو نومونه یې په دې ډول دي: وری، غوایی او غبرګولی.
د پسرلي موسم لومړۍ ورځ، د کال لومړۍ ورځ ده، چې په افغانستان کې د (نوروز) په نوم یادېږي.
دا ورځ د افغانانو ترمنځ د یوې ملي، دودیزي، کلتوري میلې په شان په رسمي یا غیر رسمي توګه لمانځل کېږي.
افغانان دا ورځ د ملي لوبو او نندارو سره، د خوشالۍ او نیک مرغۍ په چاپېریال کې لمانځي.
ارواښاد غلام حضرت روغمن د پښتو ژبې شاعر د پسرلي په اړه داسې ښه وایي:


زېری چې بهار راغـــی ژوند سره سینګار راغی
سرشو په نغمو بلبــــل ګل ته په چغار راغـــی
یوم په لاس ملیار د باغ بڼ ته په تلوار راغــــی
یو د نوي کال پسرلــی بل مو په روزګار راغـی
دا وایي روغمن موږ تـه وخت دې افتخار راغی

Nach oben scrollen