کابل مانډوي (بازار) Mandavi (Bazaar) of Kabul

مانډوي د کابل د پلازمینې یو له مشهورو بازارونو څخه دی. پخوا د (خوابگاه گذری) په نوم یادېده.
مانډوي د منځنۍ ختیځ په ډېړو ښارونو کې د سوداګرۍ اصلي مرکز ګڼل کېږي.
د کابل بازار چې په محلي ژبه کې مانډوي بلل کېږي، د کابل سیند دواړو غاړو ته موقیعت لري.
د کابل د اوسني بازار تاریخ سل کاله پخوا ته رسېږي.


په دې بازار کې هر څه موندل کېږي. د ټوکر پلورنځي، د بوټونو، وچو میوو، جامو، د دویم لاس توکو او داسې نور بازارونه په مانډوي کې شته دي.
د لویو سوداګرو او د هټیوالو ترڅنګ، روز مزده خلک هم په مانډوي کابل کې ښه دنده لري.
د ځینو اوسېدونکو په وینا، مانډوي د کابل د اعطاري صندوق په شان دی، چې هر څه پکې موندل کېږي.
خلک دلته له نورو ځايونو راځي او پېرود کوي.
دلته ګودامونه دي، خلک له هغه ځايه پېرود کوي، ګڼه ګوڼه او ګودامونه پکې ډېر دي، نو له همدې امله دې ځای ته مانډوي ویل کېږي.

مانډوي په پخوانۍ زمانه کې د مسافرو هستوګنځی بلل کېده او همدارنګه د کابل له مشهورو لارو څخه وه.
خو نن ورځ مانډوي افغانستان د پلازمېنې یو له مشهورو او د ګڼې ګوڼې ډک بازار ګڼل کېږي.
مانډوي هغه سيمه ده، چې د پرله پسې جګړو سره سره لا هم په خپل قومي رنګ کې ژوند کوي.
مانډوي بازار تر ننه هم د وفادارۍ، نيکمرغۍ او خواخوږۍ بوی لري.

Nach oben scrollen