کور په اړوند خبرې اترې Discussions About Housing

یما: ماسپښین مو په خیر، آیا ته هوسۍ یې؟
هوسۍ: ماسپښین مو په خیر، هو زه خپله یم.
هوسۍ: زه دلته راغلې یم چې ستاسو کور د اخیستلو په موخه وګورم.
یما: هو، مهرباني! دننه راشئ.
هوسۍ: مننه
یما: مهرباني وکړئ، زما پسې راشئ.
هوسۍ: سمه ده، مننه.


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یما: دا پخلنځی دی، لکه څنګه چې تاسو یې وینئ، دا په کاشیانو فرش ده او نوې المارۍ هم لري.
هوسۍ: هو، پخلنځی یې ډېر ښکلی دی.
یما: مننه، دا د خوب خونه ده، دا قالینه شاوخوا دوه کاله پخوانۍ ده خو نوې پاتې شوې ده.
هوسۍ: هو، همداسې ښکاري.
یما: لکه چې تاسو یې ګورئ، دلته یو لوی تشناب دی، چې د خوب له خونې سره پیوست دی. دا تشناب او شاور یو څه زاړه دي، خو په ښه حالت کې دي.
هوسۍ: هو، دا ټول تقریبا نوي ښکاري.
یما: دلته سالون دی.
هوسۍ: دا خو ډېر ښه دی، زما ډېر خوښ شو او پراخ سالون لري.
یما: هو، سالون لوی دی، په دې کور کې یوه بله د خوب کوټه او یو بل تشناب هم شته، دوی یو څه کوچني دي، خو د مېلمنو یا ماشومانو لپاره مناسب دي.
هوسۍ: د کالیو مینځلو د خونې په اړه راته ووایاست، هغه چېرې ده؟
یما: سمه ده، ما هېره کړې وه، چې درته ووایم. د کالیو مينځلو خونه، د خوب د لویې خونې په څنګ کې ده. دا خونه یوه لویه المارۍ هم لري، تاسو کولای شئ، چې د مینځلو څخه وروسته، خپلې پاکې جامې هلته راځوړندې کړئ.
هوسۍ: ډېر ښه، ستاسو د کور بیه څومره ده؟
یما: دا کور په دوه لکه پونډه دی، خو جور آمد لري.
هوسۍ: سمه ده، مننه چې ما ته مو خپل کور وښود او د قېمت په اړه مو معلومات راکړ، زه به خپله خوښه وکړم او تاسو ته به ټلېفون وکړم.
یما: ډېر ښه، زما خوښه هم په دې ډول ده، ورځ مو نېکمرغه.
هوسۍ: تاسو ته هم ښه ورځ، د خدای پامان.
یما: په مخه مو ښه.

Nach oben scrollen