محمد ظاهرشاه M Zahir Shah

محمد ظاهر د محمد نادرشاه زوی دی.
نوموړی په ۱۹۱۵ ز کال کې زېږېدلی دی.
د محمد ظاهرشاه د مور نوم پرور بېګم او د مېرمنې نوم یې حمیرا وو.
ملکه حمیرا په ګڼو بهرنیو سفرونو کې له پاچا سره یو ځای وه.
محمد ظاهرشاه په افغانستان او فرانسه کې زده‌کړې کړې دي.


محمد ظاهرشاه په ١٩٣٣ز کال په ۱۹ کلني کې د افغانستان پاچا شو.
نوموړی تر ۱۹۷۳ ز کال پورې د افغانستان پاچا و.
محمد ظاهرشاه د افغانستان وروستی پاچا و. هغه ۴۰ کاله واکمني کړې ده.
د محمد ظاهرشاه دوره د افغانستان لپاره د سولې او دېموکراسۍ دوره وه.
د محمد ظاهرشاه په دوره کې ډېر پرمختګونه شوي دي.
ښځینه او نارینه افغانانو ته د زده کړې او کار زمینه برابره وه.
نوموړي د نړۍ له هېوادونو سره یې دوستانه اړیکې درلودې.
د محمد ظاهرشاه په دوره کې په کال ۱۹۶۴ کې د افغانستان نوی اساسي قانون جوړ شو.
محمد ظاهرشاه په ۲۰۰۷ ز کال کې وفات او په کابل کې ښخ شوی دی.

Nach oben scrollen