| نوم زما کتاب دی | تاته مې خطاب دی | |
| زه ستا ښه آشنا یمه | تا ته کیسې وایمه | |
| څومره ښې کیسې لرم | تر شاتو یې خوږې لرم | |
| مشق دې د لیکلو یم | هم دې د لوستلو یم | |
| پام مې په ساتلو کړه | په پاڼو اړولو کړه | |
| پاک مې له ګردونو کړه | پام مې په رسمونو کړه |
ښکلی مې هر باب دی
نوم زما کتاب دی
عثمان نژند


