شمېره | پښتو | پښتو جمله |
۱ | تخلص | زما تخلص صاپی دی. |
۲ | نوم | زما نوم احمد دی. |
۳ | آدرس | په دې کاغذ کې زما آدرس لیکلی دی. |
۴ | سړک | زموږ کور د قرغې سړک ته نږدې دی. |
۵ | پوستي کوډ | د کاغذ په څټ باندې پوستي کوډ ولیکئ. |
۶ | ښار | په کابل ښار کې شپږ میلیونه کسان اوسېږي. |
۷ | هېواد | زموږ هېواد افغانستان دی. |
۸ | ملیت | زما ملیت افغان دی. |
۹ | د زېږېدلو ځای | زما د زېږېدلو ځای وردګ دی. |
۱۰ | د زېږېدلو نېټه | زما د زېږېدو کال (۱۹۹۱ ز) د نومبر لومړۍ نېټه ده. |
۱۱ | مسلک | زما مسلک د کتابونو لیکل او ژباړل دي. |
۱۲ | مجرد | احمد مجرد دی. |
۱۳ | متاهل | زه متاهل یم او دوه بچیان لرم. |
۱۴ | طلاق شوی | فرزانې له خپل خاوند څخه طلاق واخیست. |
۱۵ | پاسپورت | زما پاسپورت باید تمدید شي. |
۱۶ | دپلار نوم | زما د پلار نوم احمد دی. |
۱۷ | عمر | زما عمر ۲۰ کلونو ته ورسېد. |
۱۸ | تحصیل | زه په پوهنتون کې تحصیل کوم. |
۱۹ | کاري تجربه | زه څلور کلنه کاري تجربه لرم. |
۲۰ | وطن | زما وطن افغانستان دی. |
۲۱ | فارغ | زه له پوهنتون څخه فارغ شوی یم. |
۲۲ | اصلي استوګنځی | زما اصلي استوګنځی کابل دی. |
۲۳ | دنیا | زه په دنیا کې ژوند کوم. |
۲۴ | ژبه | زما مورنۍ ژپه پښتو ده. |
۲۵ | قد | زما قد لوړ دی. |
۲۶ | دین | زما دین اسلام دی. |
۲۷ | اېمېل | لطفا خپل اېمېل آدرس دلته ولیکئ. |
۲۸ | کورنۍ | موږ په کورنۍ کې درې کسان یو. |
۲۹ | دنده | زه په کابل کې دنده لرم. |
۳۰ | موبایل شمېره | زما د موبایل شمېره درسره نوټ کړه. |