خبرې اترې Dialogue

مینه: سلام علیکم!                            لېمه: وعلیکم و سلام!

مینه: سهار مو نېکمرغه!                             لېمه: ستاسو سهار نېکمرغه!

مینه: د کوم ځای یې؟                        لېمه: د افغانستان یم.

مینه: د هېواد رسمي ژبې مو کومې دي؟ لېمه: پښتو، دري او نورې.

مینه: د افغانستان لوی قومونه کوم دي؟

لېمه: پښتانه، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن او نور.

مینه: د افغانستان مهم سیندونه کوم دي؟

لېمه: د آمو سیند، د کابل سیند، د هلمند سیند  او د کوڼر سیند.

مینه: د افغانستان لوی ښارونه کوم دي؟

لېمه: کابل، هرات، بلخ، مزارشریف، کندهار او جلال آباد.

مینه: د افغانستان صادراتي محصولات کوم دي؟

لېمه: وچه مېوه، قالینې او لاسي صنایع.

مینه: د افغانستان مشهور غرونه کوم دي؟        

لېمه: هندوکش، تور غر، ګوربت، سپین غر او د بابا غر.

مینه: د افغانستان مشهور پوهنتونونه کوم دي؟

لېمه: کابل پوهنتون، کابل پولیتخنیک پوهنتون، کابل طبي پوهنتون، البیروني پوهنتون، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ننګرهار پوهنتون، هرات پوهنتون او بلخ پوهنتون

مینه: د افغانستان مشهور عالمان او شاعران کوم دي؟

لېمه: رحمان بابا، خوشحال خان خټک، مولانا جلال الدین بلخي، البیروني، ابن سینا، سید جمال الدین افغان، خواجه عبدالله انصاري، رابعه بلخی او نازو انا.

مینه: د افغانستان ساړه ولایتونه کوم دي؟

لېمه: کابل، وردک، لوګر، غزني، بامیان، پروان، کاپیسا، جوزجان، سمنګان او فاریاب.

مینه: د افغانستان ګرمسېره ولایتونه کوم دي؟

لېمه: کندهار، ننګرهار، هلمند، لغمان، کونړ او هلمند.

مینه: د افغانستان مهمې سرحدي لارې کومې دي؟

لېمه: شېرخان، تورخم، سپین بولدک، آقینه او اسلام کلا.

مینه: افغانستان څو ولایتونه لري؟

لېمه: افغانستان څلور دېرش ولایتونه لري.

Nach oben scrollen