House کور

کور د اوسېدو ځای دی.

په کور کې انسانان ژوند کوي.

په کور کې څو ډوله خونې وي.

په کور کې توخانه، تشناب او پس خانه شته دي.

په کور کې یوه کوټه د مېلمنو لپاره وي.

د مېلمنو کوټه مېلمستون نومېږي.

کور دېوالونه، باغچه او سپاچه هم لري.

د کور په شاوخوا کې یوه لویه کلا را تاو شوې وي.

د کلا په یوه برخه کې شپول، کدانه، مرغانچه او داسې نور وي.

انسانان ځکه کورونه جوړوي؛ چې له یخنۍ، ګرمۍ، باد، باران او غلو څخه مصئون وي.

کور د انسانانو هستوګنې، یووالي او د مجلس ځای دی.

په افغانستان کې داسې کلاګانې هم شته چې د یو کلي وګړي پکې مېشت وي.

Nach oben scrollen