کار Work

موږ کار کوو.

ټول انسانان کار کوي.

انسانان د دې لپاره کار کوي چې،

پیسې وګټي،  ډوډۍ پیدا کړي،

کور جوړ کړي،  ټولنې ته خدمت وکړي،

ځمکه آباده کړي او پرمختګ وکړي.

کار د انسانانو روغتیا ته ګټه رسوي.

کاریګر سړی د ټولو دوست وي.

بېکاري، سستي او لټي د ښه انسان خاصیت نه دی.

لټ انسان له مشکلاتو سره مخ وي.

هر انسان باید کار او پرمختګ وکړي.

بېکاري ستره ستونزه او لویه ناروغي ده.

کار په عامه توګه په دوه ډوله دی، چې له جسمي او ذهني کار څخه عبارت دی.

بېکاري انسان د ډول ډول ناروغیو او ستونزو سره مخ کوي.

کار د انسان بدن ته ګټه رسوي او له ناروغۍ څخه یې ژغوري

موږ د کار په وسیله خپله ټولنه او هېواد آبادوو.

Nach oben scrollen