Teacher and Student ښوونکی او زده کوونکی

ښوونکی: سلام بریاله! آیا د آزموینې لپاره مو چمتوالی پيل کړی دی؟
بریال: نه تر اوسه مې چمتووالی نه دی پيل کړی. زه به یې سبا ته پيل کړم.
ښوونکی: آزموینه ډېره نږدې ده، بریاله! په وروستۍ آزموینه کې خو مو نمرې په یاد دي، چې ښې نه وې. نو غوره دا ده چې سر له اوسه چمتووالی ورته پیل کړې.


بریال: سمه ده، ښاغلی ښوونکیه! زه به له همدې نن ورځې څخه خپل چمتووالی پيل کړم.
ښوونکی: ته لا هم د چمتوالي لپاره لېواله نه ښکارې.
بریال: که رښتیا در ته ووایم، نو باید اعتراف وکړم، چې د ریاضي مضمون ډېر سخت دی او زه فکر کوم، چې زه باید د اساساتو برخه لوړه کړم. له همدې امله زه یوازې مطالعه کولای نه شم، لا هم په دې هکله اندېښنه لرم.
ښوونکی: تا ما ته دا خبره ولې مخکې نه کوله؟ ما به د دې په اړه له تا سره مرسته کړې وه. خو اوس اندېښنه مه کوه. زه له تا سره د اساساتو په برخه کې مرسته کوم. مازدیګر څلور بجې له ټولګي څخه وروسته زما دفتر ته راشه. خپلو ملګرو ته هم ووایه، چې زه د ریاضي لپاره یو ټولګی نیسم او که لېوالتیا لري، نو هغوی دې هم له تا سره راشي.
بریال: ډېره مننه ښوونکی صاحبه!
ښوونکی: خدای مو راوله، دا زما دنده ده.

Nach oben scrollen