ترکاري پلورونکی Vegetable Seller

دویمه مکالمه

پېرودونکی: د یو کیلو پیاز قېمت څومره دی؟
پلورونکې: ښاغلیه، یو کیلو پیاز په (۵۰) روپۍ دي.
پېرودونکی: دا خورا ګران دي. تېره اونۍ ارزانه وو.
پلورونکې: هو ښاغلیه! په بازار کې یې بیه لوړه شوې ده. نن ورځ هېڅ شی ارزانه نه دي.
پېرودونکی: مګر، موږ څنګه د خپل کور بودجه اداره کړو که دا وضعیت وي؟
پلورونکې: هو ښاغلیه! موږ هم نه پوهېږو چې څه کول پکار دي؟ هېڅ شی زموږ په لاس کې نه دي. موږ عام خلک هر وخت ځورېږو.

پېرودونکی: رښتیا! آیا تاسو ځینې نرخونه کم کولای شئ؟
پلورونکې: وبښئ ښاغلیه! زه یې په خپله د پلورونکي څخه یوه کیلو په (۴۰) روپۍ اخلم. زه یوازې (۱۰) افغانۍ په یوه کیلو کې ګټه کولای شم.
پېرودونکی: سمه ده، زه به دوه کیلو واخلم خو لږ ګشنیز هم ورسره راکړه.
پلورونکې: سمه ده، ایا تاسو نور څه غواړئ؟
پېرودونکی: نه، اوس نه.که کوم شي ته اړتیا وه، بیا به راشم.
پلورونکې: سمه ده، دا دي ستاسو دوه کیلو پياز او ګشنیز. د ټولو بیه (۱۰۰) روپۍ شوه.
پېرودونکی: مننه! مهرباني وکړئ (۱۰۰) روپۍ واخلئ.
پلورونکې: مننه ښاغلیه! مهرباني وکړئ بیا راشئ.
درېیمه مکالمه
پېرودونکی: نن سبا په سبزیجاتو کې څه شته؟ روميان شته؟
پلورونکې: نن سبا، کچالو، ګلپي، کدو، ګشنیز، ګندنه او داسې نور شته او زه روميان هم لرم.
پېرودونکی: د روميانو بيه څو ده؟
پلورونکې: رومیان کیلو په (۲۰) افغانۍ دي.
پېرودونکی: بیه یې ډېره لوړه ده!
پلورونکې: نه ښاغلیه! دا د بازار نرخ دی.
پېرودونکی: نه، نه. ما ته یې په ( ۱۵) روپۍ راکړه که نه زه به یې له بل ځای څخه واخلم.
پلورونکې: سمه ده. زه به تاسو ته رومیان کیلو په( ۱۵) روپۍ درکړم.
پېرودونکی: سمه ده. ما ته (۲) کیلو رومیان راکړه.
پلورونکې: سمه ده. دا دي.
پېرودونکی: مننه! د ټولو بیه څومره شوه؟
پلورونکې: ښاغلیه، یوازې (۳۰) روپۍ.
پېرودونکی: واخله دا هم (۳۰) روپۍ.
پلورونکې: مننه، ښاغلیه! مهرباني وکړئ بیا هم راشئ.

Nach oben scrollen