چاپیریال Environment

چاپېریال د کور، ښوونځي یا ټولنې محیط ته ویل کېږي.
په چاپېریال کې هوا، اوبه، ځمکه، سیندونه، باغونه او داسې نور شامل وي.
انسانان هڅه کوي چې د شاوخوا چاپېریال یې پاک او زرغون وي.


که چېرې چاپېریال په ونو او ګلونو ښکلی وي، انسانان پکې خوشحاله کېږي.
د چاپېریال پاکوالی د انسانانو له ذهنونو څخه فشار کموي.
کله چې انسانان له خپل چاپېریال سره پام نه کوي، چاپېریال ته یې زیان رسېږي.
چاپېریال ته چې زیان ورسېږي نو طبیعي ناورینونه رامنځته کېږي.
انسانانو ته ښایي خپل چاپېریال پاک وساتي او پاکوالي ته اهمیت ورکړي.
انسانان د خپل چاپېریال پر وړاندې ستر مسوولیت لري.
زرغون چاپېریال له سالمې روغتیا سره مرسته کوي.

Nach oben scrollen