ورک شوی قلم A Lost Pen

باغچه: ما خپل قلم ورک کړی دی.
غنچه: چېرته دې ورک کړ؟
باغچه: نه پوهېږم چې چېرې ورک شوی دی.
غنچه: څه وخت در څخه ورک شوی دی؟


باغچه: زه فکر کوم چې نن راڅخه ورک شوی دی، ځکه چې پرون راسره وو او کار مې پرې کاوه.
غنچه: آیا تاسو خپل ټول جېبونه کتلي دي؟
باغچه: هو، ما خپل ټول جېبونه چک کړل.
غنچه: آیا د خپل مېز خانه دې لیدلې ده؟
باغچه: هو، هغه مې کتلې، هلته هم نه‌شته.
غنچه: خیر دی زه به یو قلم تاسو ته امانت درکړم.
باغچه: ډېره مننه
غنچه: د مننې وړ نه ده، له ملګرې سره مرسته زما دنده ده.

Nach oben scrollen