هوایي ډګر Airport

هوایي ډګر د الوتکو د پرواز او ښکته کېدو تمځی دی.
په هوایي ډګر کې ترمینل او ځغاست لیکه وي.
په هوایي ډګر کې انتظارګاه، هوټلونه او د پولیسو ماموریت هم وي.
له هوایي ډګر څخه د یو هېواد هوایي ترانسپورت تنظیم کېږي.
د نړۍ هېوادونه ملکي او نظامي هوایي ډګرونه لري.


له هوایي ډګر څخه خلک لرې ځایونو ته هوایي سفرونه کوي.
کله چې مسافر په الوتکه کې سفر کوي، د الوتکې ټېکېټ اخلي.
په هوایي ډګر کې الوتکې ښکته او پورته کېږي.
هر هېواد د هوایي ترانسپورت له لارې ګټه ترلاسه کوي.
د هوایي لارې سفرکوونکی پاسپورت، وېزې او ټېکېټ ته اړتیا لري.
مسافر چې بورډېنګ پاس واخلي، نو له څه انتظار وروسته الوتنه کوي.

Nach oben scrollen